CRI Online

شي جين پينګ د انټرنيټ ۶مې نړيوالې غونډې ته د مبارکۍ پيغام وليږه

cri     (GMT+08:00) 2019-10-20 16:29:03

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د انټرنيټ ۶مه نړيواله غونډه د اکتوبر په شلمه نېټه د چين د جه جيانګ ولايت په وو جت علاقه دارۍ کې پرانيستل شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دغې غونډې ته د مبارکۍ پيغام وليږه.

شي جين پينګ په دغه پيغام کې دې ته اشاره کړې چې روان کال د انټرنيټ د رامنځته کېدو له پنځوسمې کليزې سره برابر دی. د علمي تکنالوژۍ او صنعتي چارو د نوي پړاو اصلاحاتو له چټکوالي سره د مصنوعي ځيرکتيا، لويې ډېتا او د مالونو د نښلولو شبکې په شمول نوي تخنيکونه او چارې د سمسورتيا په حال کې دي چې له امله يې د انټرنيټي پرمختګ لپاره نور زيات فرصتونه رامنځته شوي دي. د انټرنيټ د ښه ابادولو، ښه استعمالولو او ښه اداره کولو له لارې انسانانو ته د ګټو رسول د نړيوالې ټولنې ګډ مسئوليت دی. بېلا بېل هېوادونه بايد د زمانې په جريان کې په ګډه له ننګونو سره مبارزه وکړي، د انټرنيټ په برخه کې دې نړيوالې ادارې ته پرمختګ ورکړي او د انټرنيټ د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره دې هڅې وکړي.

(ياسمين)

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای