CRI Online

جوکو ويدودو د اندونيزيا د ولسمشر په توګه لوړه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-10-21 10:58:30

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د اندونيزيا ولسمشر جوکو ويدودو د دويم ځل ټاکل کېدو سره د اکتوبر په ۲۰مه نېټه د دغه هېواد په پلازمېنه جاکارتا کې لوړه وکړه او د ولسمشر په توګه يې د خپل دوهم ځل ماموريت پيل کړ.هغه په خپله لنډه وينا کې ژمنه وکړه چې د بشري سرچينو پراختيا او دندې رامنځته کول به د ده د دوهمې دورې ماموريت د واکمنۍ لومړيتوبونو په توګه په لېست کې ځان ولري.

د ولسمشر د لوړې مراسم د همدې ورځې تر غرمې وروسته د اندونيزيا د خلکو د مشورتي کنفرانس په ودانۍ کې ترسره شول. جوکو په خپله وينا کې وويل چې اندونيزيا غواړي د خپل هېواد د جوړېدو د ۱۰۰مې کليزې په وخت کې د نړۍ په پنځو غوره اقتصادونو کې يو شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای