CRI Online

د روان کال په لومړنيو ۳ ربعو کې د چين د تر ټولو لوی ځمکني بندر له لارې د چين او اروپا ترمنځ د تګ راتګ اورګاډيو شمېر ۱۶۵۱ ته رسېدلی

cri     (GMT+08:00) 2019-10-21 15:51:19

د چين د مان جو لي د ګمرکاتو ادارې د اکتوبر په ۲۰مه نېټه خبر ورکړ چې د روان کال له جنورۍ څخه تر سپتمبر پورې د چين د تر ټولو لوی ځمکني بندر يعنې د مان جو لي بندر له لارې د تګ راتګ اورګاډيو شمېر ۱۶۵۱ ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۷ اعشاريه ۲ سلنه زيات شوی او په کې ۶۸۵ راغلي اورګاډي شتون لري چې په عمده توګه د جرمني ، پولنډ ، روسيې ، بيلاروس او نورو هېوادونو څخه دي.

د خبر له مخې،د يو کمربند او يوې لارې پلان له پلي کېدو راهيسې له مان جو لي بندر څخه د چين او اروپا ترمنځ د تګ راتګ اورګاډيو له لارې صادر شوو توکو ډولونه ډېرېدو په حال کې دي ، د اصلي ميخانيکي او برقي محصولاتو څخه تر جامو ، برېښنايي او کيمياوي محصولاتو او داسې نورو پورې. په راغلو اورګاډيو کې رالېږدول شوي توکي په عمده توګه لرګي ، غلې دانې ، رنګين فلزات او د موټرو برخې دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای