CRI Online

شي جين پينګ د برېښنا صنعتي کمېټې ۸۳مې غونډې ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

cri     (GMT+08:00) 2019-10-21 21:04:04

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د برېښنا صنعتي کمېټې د ۸۳مې غونډې پرانيستونکي مراسم د اکتوبر په ۲۱مه نېټه په شانګهای کې تر سره شول. د چين د دولت رئيس دغې غونډې ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، اوسمهال شين رنګ، دواملرونکی او د کم کاربن ايستونکی پرمختګ د بشريت ګډه موخه ده. د AI، سترو شمېرو او 5G په شمول نويو تخنيکونو د نويو انرژيو په کارولو سره د برېښنا له توليدولو او د برېښنايي موټر له توليدولو سره ژور همغږيز پرمختګ موندلی، نو دې ته اړ يو چې په اړوندو ساحو کې نړيوال ميعارونه جوړه شي او په دې برخه کې دې نړيوالې همکارۍ پياوړې شي.

د معلوماتو له مخې، ياده کمېټه په ۱۹۰۶م کال کې جوړه شوې او دغه غونډه به د اکتوبر له ۱۴مې نېټې څخه تر ۲۵مې نېټې پورې په شانګهای کې تر سره شي او سرليک يې دا دی چې کيفيت د ښه ژوند سبب ګرځي. د کابو ۱۰۰ هېوادونو څه باندې ۳۸۰۰ کارپوهان په کې ګډون لري. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای