CRI Online

د چين د دوهم نړيوال وارداتي نندارتون پيمانه به د لومړۍ دورې په پرتله ډېره لويه وي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-29 10:28:09

د چين د مرکزي تلويزيون د خبر له مخې د چين د دوهم نړيوال وارداتي نندارتون پرانيستلو ته د ګوتو په شمېره ورځې پاتې دي. د روانې دورې نړيوال وارداتي نندارتون پيمانه به د تېرې دورې په پرتله ډېره لويه وي او کيفيت به يې هم ډېر ښه وي.

ياد نندارتون په درېيو برخو( دولتي عمومي نندارتون، د تصديو د سوداګريز نندارتون او د هونګ چياو د نړيوال اقتصادي فورم )ويشل شوی . ټاکل شوې چې څلور شپېته هېوادونه او درې نړيوال سازمانونه به په دولتي عمومي نندارتون کې ګډون وکړي او کتوونکو ته به د سوداګريزو پانګونو د پرمختګ او د اړوندو لاسته راوړنو په باب معلومات وړاندې کړي.د تصديو سوداګريز نندارتون د علمي او تخنيکي ژوند، موټرو، تجهيزاتو، طبي ماشينونو په شمول اووه غرفې لري. د څه باندې ۱۵۰ هېوادونو او سيمو درې زره تصدۍ به په دې نندارتون کې ګډون وکړي چې د ګډونوالو هېوادونو، سيمو او تصديو شمېر به د لومړۍ دورې په پرتله زيات وي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای