CRI Online

د بريکس هېوادونو د رسنيو څلورم جګپوړی فورم د برازيل په سوپولو کې ترسره شو

cri     (GMT+08:00) 2019-11-01 15:43:06

د بريکس هېوادونو د رسنيو څلورم جګپوړی فورم د تېر اکتوبر په ۳۰مه او ۳۱مه نېټه د برازيل په سوپولو کې ترسره شو. د پنځو بريکس هېوادونو د څه باندې شلو خبري رسنيو استازو په دغه فورم کې ګډون کړی و.

د بريکس هېوادونو له لسو کلونو راهيسې په بېلا بېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ ژورې کړې او د څواړخيزې همکارۍ په اړه يې يو اغېزمن ميکانيزم جوړ کړی دی. د برازيل په سوپولو کې د چين عمومي کونسلې چن پې جيې د دغه فورم په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چې اوس په نړيواله ټولنه کې د بريکس هېوادونو ترمنځ د همکارۍ برياليتوبونه او دغه همکاريز ميکانيزم ډېرې اغېزې لري، په دې بهير کې د دغو هېوادونو رسنيو هم مهم رول لوبولی دی.

((د بريکس هېوادونو رسنيو په وروستيو کلونو کې د بريکس هېوادونو د همکارۍ او تبادلې د ژورتيا په برخه کې د يو پل په توګه فعال رول لوبولی دی. اوس د بريکس هېوادونو ترمنځ همکاري په دوهم طلايي لسم کال ته داخلېږي، نو د بريکس رسنيو ترمنځ همکاري به هم روښانه راتلونکې ولري. ))

د سين هوا اژانس عمومي ايډيتر هه پينګ په خپله وينا کې وويل، د تاريخ يادونکي په توګه، د بريکس هېوادونو رسنۍ د همکارۍ هڅولو دنده پر غاړه لري او اوس له ګټور فرصت سره مخ دي. هغه د بريکس رسنيو ترمنځ د همکارۍ او تبادلې د ژورتيا په هکله څلور وړانديزونه وکړل:

((د بريکس هېوادونو رسنۍ بايد د اقتصاد، کلتور، د خلکو ژوند د ښه والي، علمي تکنالوژۍ او د چاپېريال ساتنې په برخو کې د دغو هېوادونو تر لاسه شوي لاسته راوړنې څرګندې کړي، په بېلا بېلو ساحو کې دې د دغو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پرمختګ بيان کړي، د دغو هېوادونو د خلکو ترمنځ د تبادلو په هکله کيسې دې په پراخه توګه خپرې کړي. ))

د روسيې د سپوږمکۍ اژانس مرستيال عمومي ايډيتر دميتری ګورنستايف په خپله وينا کې دې ته اشاره وکړه چې د بريکس هېوادونو رسنۍ بايد پر ناعادلانه خپرونو اعتراض وکړي تر څو د نړيوالو عامه افکارو د لا نور عيني او عادلانه کېدل وهڅول شي. برسيره پر دې، هغه د بريکس هېوادونو د رسنيو تېرو فورمونو ته کتنه وکړه او و يې ويل، اړوند هېوادونه بايد په فورمونو کې تر لاسه شوي برياليتوبونه ښه تطبيق کړي.

((موږ غواړو د بريکس هېوادونو د رسنيو له استازو سره برياليتوبونه شريک کړو. دا يو واقعيت دی چې تر اوسه مو د بريکس هېوادونو له ۲۵ رسنيو سره همکاريزې پروژې پيل کړي. له ۲۰۱۸ کال راهيسې، د ځوانو خبريالانو د روزنې په اړه زموږ يوې پروژې د بريکس هېوادونو او نورو هېوادونو د ۳۰ رسنيو ځوان خبريالان راجلب کړي دي. فکر کوم چې د ځوانو خبريالانو روزنه ډېره مهمه ده، څرنګه چې دوی به په راتلونکې کې د رسنيو لارښوونکي وي. ))

د برازيل د سوداګرۍ ورځپاڼې عمومي ايډيتر ګويلهرمی کولينګ له خبريال سره په مرکه کې وويل، دغه فورم د بريکس هېوادونو د رسنيو ترمنځ د سرچينو د تبادلې او همکاريزو اړيکو د ټينګښت لپاره يو ښه ډګر دی.

((په دغه فورم کې د بريکس هېوادونو ډېرې رسنۍ راغونډې شوې چې يو له بل سره مستقيمه تبادله کولای شي. په دغه فورم کې مې د محتوياتو د تبادلې او د خبري عکسونو د شريکولو په هکله ډېر ښه وړانديزونه اورېدلي چې د مالوماتو د خپرولو د لا نور اسانه کېدلو سبب به وګرځي. باور لرم چې دغه فورم د بريکس هېوادونو د رسنيو ترمنځ د همکارۍ کولو لپاره يو ډېر ښه ډګر دی. ))

په دغه فورم کې د بريکس هېوادونو د رسنيو د جګپوړي فورم عملي پلان خپور شو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای