CRI Online

رښتياوو يو ځل بيا د سي ان ان رنګه عينکو ته ماتې ورکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-11-02 20:37:35

پر ځايي وخت د نومبر د لومړۍ نېټې په شپه، د بريټانيا د ايسيک ښار پوليسو د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د پوليسو په اند، په تېره مياشت کې په يو کانتينر کې پيدا شوي ۳۹ جسدونه د ويټنام اوسيدونکي دي. دغو رښتياوو يو ځل بيا د سي ان ان په شمول د ځېنو لوېديځو خبري رسنيو مخ ته درنده څپړه ورکړه.

سې ان ان د دغو کسانو د تابعيتونو له تائيدولو او د دوی د مرګ لامل له پيدا کولو څخه مخکې د خپل ګومان له مخې په ښکاره توګه د چين د بهرنيو چارو له وزارت څخه پوښتنه وکړه چې (ولې د چين اتباع د نوي چين د جوړېدو د ۷۰مې کاليزې په وخت کې په افراطي توګه له چين څخه ووتل؟) دغه پوښتنه له رښتياوو سره سره له انسان دوستۍ څخه سرغړونه ده.

نن ورځ رښتياوو يو ځل بيا د سي ان ان رنګه عينکو ته او هم د چين په پرمختيايي جريان کې د خنډ اچولو په اړه د دوی ناوړه موخې ته ماتې ورکړه، نو له دې امله د دوی په خولو کې د تش په نامه پروفيشناليزم او برابرۍ خبرونه يوه مسخره ګرځېدلې ده. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای