CRI Online

د چين په دوهم نړيوال وارداتي نندارتون کې د ګډون لپاره د خدمتي سوداګرۍ ډېرې تصدۍ په فعاله توګه د چمتوالي په حال کې دي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-04 16:47:17

د چين د دوهم نړيوال وارداتي نندارتون په درشل کې د نړۍ د خدمتي سوداګرۍ ډېرې مشهورې تصدۍ په شانګهای کې راغونډې شوې او په فعاله توګه په دغه نندارتون کې د ګډون لپاره د چمتوالي په هڅه کې دي. دوی به په دغه نندارتون کې څه خدمتي توليدات وړاندې کوي؟ د خپرونې په دې کړۍ کې به پدې اړه معلومات درسره شريک کړو!

Deloitte شرکت د نړۍد مسحاسبې له څلورو مخکښو شرکتونو څخه دی، د چين په دوهم نړيوال وارداتي نندارتون کې د ګډون په چارو کې د نوموړي شرکت مسئولې ليو مينګ هوا د خپل شرکت غرفې د جوړولو په څنډه کې خبري رسنيو ته د جادويي ديوال (Magic wall) په نوم د توليد په اړه معلومات ورکړل.

(( دغه توليد مو په نړۍ کې د لوريو د تر ټولو لويې توليدوونکې تصدۍ لپاره ډيزاين کړی دی. هغه په حقيقت کې يو ډول ډيجټلي توليد دی چې په استفادې سره يې پر پردې اړونده ډېټا يا معلومات ليدل کيږي او تاسو په يوه دقيقه کې دا کتلی شئ چې د نړۍ د بېلابېلو ځايونو حکومتونه او تصدۍ څرنګه زموږ د ډيجټلي توليداتو په مرستې خپل کارونه بدلوي او اصلاحوي.))

ډيلويټي شرکت په تېر کال کې د چين له لومړي نړيوال وارداتي نندارتون وروسته په نړۍ کې لومړنی"سمارت سيټي (ځيرک ښار )"پلان بازار ته وړاندې کړ. مېرمن ليو مينګ هوا وايي، توليدات يې د تېرې دورې له نندارتون وروسته د مشتريانو د ډېر هرکلي وړ ګرځېدلي او ښه پلورل شوي دي. دغه نندارتون د بهرنيو تصديو لپاره چين ته يوه نوې او اسانه سوداګريزه لاره برابره کړې ده. د دې شرکت د دوهمې دورې د نندارتون لپاره خپل ډېر چمتوالي نيولی دی.

((د دوهمې دورې په نړيوال وارداتي نندارتون کې مو د غرفې پراخوالی د تېرې دورې په پرتله يو برابر نور هم زيات شوی او پکې به څه باندې ۴۰ نوي ډيجټلي توليدات وړاندې کړو.))

د جرمني د TUV Rheinland شرکت يو په نړۍ کې د ازموينې، څارنې او تصديق له پياوړو تصديو څخه دی. تېر کال دغه شرکت د لومړۍ دورې په وارداتي نندارتون کې ګډون کړی و او مخکې له مخکې يې د دوهمې دورې په نندارتون کې د غرفې کرايې تړون تمديد کړ. په چين کې د بازار، سوداګرۍ او ستراتېژۍ په چارو کې د دغه شرکت مرستيال لي تاو وويل:

((زموږ ټول توليدات د تخنيکي خدمتونو په شکل برابريږي او په سږني نندارتون کې به مو ځيني ځانګړي خدمتونه نندارې ته وړاندې شي، مثلاً موږ په چين کې د کثافاتو د کڅوړو مو دا ازمايلای او تصديق کولی شو چې ايا دا پر هغو موادو بدلېدلای شي که نه چې چاپيريال لپاره مضر نه دي او د ککړتيا باعث نه ګرځي. موږ نه يوازې په دغه نندارتون کې خپل توليدات پلورل غواړو، بلکې له ټولو سره اقتصاد ته وده ورکول غواړو او د خلکو ژوند د ښه والي لپاره هڅې کوو.))

د چين په لومړي نړيوال وارداتي نندارتون کې د OMRON TUV شرکت د FORPHEUS په نوم د پېز ټينس روباټ د نندارچيانو ډېر د توجه وړ و. سږکال دغه شرکت به د نوي نسل روباټ او نور اړوند توليدي وسايل نندارې ته وړاندې کړي. له حکومتونو سره د اړيکو په چارو کې د OMRON TUV شرکت مسئولې جيا وې وويل:

((موږ د وارداتي نندارتون له لارې کولای شو زياتو چيني تصديو ته زموږ د کمپنۍ روباټونه او مهم تخنيکونه وروپېژنو او دا به د دوی د صنعتي او کرنيز توليد لپاره ډېر ګټور وي، د دې ترڅنګ موږ د چين او نورو هېوادونو ملګرو ته د خپلو مهمو تخنيکونو په اړه معلومات ورکولی شو، نو دغه نندارتون د چيني او بهرنيو تصديو دواړو لوريو لپاره ډېر ګټور دی.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای