CRI Online

د چين دوهم نړيوال وارداتي نندارتون پرانيستل شو، شي جين پينګ په پرانيستونکو مراسمو کې وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-11-05 10:17:09

د چين دوهم نړيوال وارداتي نندارتون د نومبر په پنځمه نېټه په شانګهای کې پرانيستل شو. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دغه نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.

د نوموړي نندارتون اصلي موضوع " نوې زمانه او د راتلونکي شريک کول " ده، د نړۍ د څه باندې ۱۵۰ هېوادونو او سيمو تر ۳۰۰۰ ډېرې تصدۍ په دغه نندارتون کې ګډون کوي او په دې جمله کې يوه پر درېيمه برخه هېوادونه په لومړي ځل په دغه نندارتون کې برخه اخلي. امريکا، جاپان، جرمني، د چين هانکانګ، کوريا جمهوريت، ايټاليا، فرانسه ، استراليا، سويس او بريټانيا په دغه نندارتون کې لومړني لس هېوادونه دي چې د تصديو او سوداګرۍ نندارځي يې ډېر پراخوالی لري. په دغه نندارتون کې د بهرنيو سودا اخيستونکو شمېر له ۷۰۰۰ څخه زيات دی.

د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون او د نورو هېوادونو يو شمېر مشرانو او چارواکو او د سوداګرۍ د نړيوال سازمان مدير د دغه نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او ويناوې وکړې.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای