CRI Online

د رسيپ (RCEP) د مشرانو په غونډه کې مهم پرمختګونه اعلان شول

cri     (GMT+08:00) 2019-11-05 10:22:28

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د رسيپ (RCEP) د مشرانو درېيمه غونډه د نومبر په څلورمه نېټه د تايلنډ په بنکاک کې ترسره شوه. ګډونوالو مشرانو د دې غونډې له پای ته رسېدو وروسته د يوې ګډې اعلاميې په خپرولوسره اعلان وکړ چې د رسيپ ۱۵ غړو هېوادونو د سيمه ييزو هراړخيزو اقتصادي ملګرتيا د تړون او بازارونو ته د ننوتلو د معيارونو په اړه خبرې اترې ختمې کړې او هڅه به وکړي چې اړوند قانوني سندونه چمتو کړي څو راتلونکي کال کې نوموړی تړون لاسليک کړي. په اعلاميه کې زياته شوې چې په دغه غونډه کې د هند ځيني مهمې مسئلې نه دي حل شوې، د رسيپ ټول غړي هېوادونه به په ګډې همکارۍ دغې مسئلې حل کړي څو بېلابېلې خواوې ورڅخه راضي شي.

رسيپ د اسيان د لسو هېوادونو لخوا په ۲۰۱۲ کال کې نوښت شوی او پکې چين، جاپان، کوريا جمهوريت، استراليا، نوی زيلانډ او هند برخه لري او هدف يې دا دی چې د تعرفې او نورو سوداګريزو ديوالونو د کمولو له لارې د واحد بازار لپاره د ازادې سوداګرۍ تړون لاسليک کړي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای