CRI Online

شي جين پينګ له کاري لام چنګ يويټ نګور سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-11-05 10:24:01

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د څلورمې نېټې په شپه په شانګهای کې د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې له مشرې کاري لام چنګ يويټ نګور سره وکتل.

شي جين پينګ د کاري لام چنګ يويټ نګور لخوا وړاندې شوی د هانکانګ د وروستيو حالاتو په اړه رپوټ واوريد او ويې ويل، چې په هانکانګ کې تاوتريخوالی تراوسه د پنځو مياشتو راهيسې دوام لري، د دغې سيمې حکومت ستاسې په مشرۍ د حالاتو د کنټرول او د ټولنيزې فضا د ښه والي لپاره ډېرې هڅې کړې دي. مرکزي حکومت پر تاسې ډېر باور لري او ستاسې د اداري ډلې کارونه پوره تاييدوي. اوس په هانکانګ کې تر ټولو مهمه دنده لاهم د تاوتريخوالي درول او د نظم اعاده کول دي. د دې ترڅنګ تاسې بايد له بېلابېلو ټولنو سره خبرو اترو او د خلکو د ژوند ښه والي ته پاملرنه وکړي. هيله ده چې د هانکانګ د بېلابېلو ټولنو شخصيتونه په بشپړه او دقيقه توګه "يو هېواد او دوه نظامونه" پاليسي او بنسټيز قانون پلې کړي او د دې سيمې د سمسورتيا او ثبات د ساتلو لپاره ګډې هڅې وکړي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای