CRI Online

شي جين پينګ : په لومړۍ نړيوال وارداتي نندارتون کې اعلان شوي تدبيرونه په عمده ډول عملي شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-05 10:30:16

د چين دوهم نړيوال وارداتي نندارتون د نومبر په ۵مه نېټه په شانګهای کې پرانيستل شو. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دې نندارتون د پيل په مراسمو کې د ورخلاصون، همکارۍ او ګډ برخليک په عنوان وينا وکړه.

شي جين پينګ پرووسږ کال په لومړي نړيوال وارداتي نندارتون کې ورخلاصون په باب ۵ تدبيرونه اعلان کړي وو او د شانګهای د لا زيات خلاصون لپاره يې درې غوښتنې هم وړاندې کړې وې. هغه وويل، په تير يو کال کې ياد تدبيرونه او غوښتنې په عمده ډول پلي شوي دي.

هغه وويل، پروسږ کال هغه په لومړۍ نړيوال وارداتي نندارتون کې له اړوندو هېوادونو سره ۹۸ همکاريز تړونونه لاسليک کړي چې له دې جملي څخه ۲۴ پروژې بشپړې شوې، ۴۷ پروژې په مثبت ډول پيل کېږي، ۲۸ پروژې په چټک ډول د عملي کېدو په جريان کې دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای