CRI Online

شي جين پينګ : بېلابېل هېوادونه دې خپلو ګټو ته نه، بلکې د ټولو انسانانو ګټو ته لومړيتوب ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-05 10:31:33

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په پنځمه نېټه د چين د دوهم نړيوال وارداتي نندارتون پرانيستونکو مراسمو ته په وينا کې وويل چې هيڅ هېواد د نړيوالې اقتصادي ودې پر وړاندې ستونزې په يوازې ځان نه شي حل کولی. بېلابېل هېوادونه دې خپلو ګټو ته نه، بلکې د ټولو انسانانو ګټو ته لومړيتوب ورکړي.

شي جين پينګ وويل، د اقتصاد نړيوال کېدا د تاريخ له پرمختيايي لوري سره سمون لري. بېلابېلې خواوې دې لاپرانيستې رويه او تدبيرونه غوره کړي، د نړيوالو بازارونو ګډې ګټې دې پراخې کړي او د شريکولو نړيوال ميکانيزم دې په ښه توګه پلی کړي او د نړيوالو همکاريو لارې چارې دې اصلاح کړي او د اقتصاد د نړيوال کېدو بهير ته دې زيات خوځنده ځواک ورکړي او موانع دې تر وسې پورې له منځه يوسي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای