CRI Online

تبصره : چين د نړيوالې پرانيستې اقتصادي ودې ته پرله پسې خوځنده ځواک ورکوي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-05 16:09:59

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي ستېشن مبصر

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په پنځمه نېټه د چين د دوهم نړيوال وارداتي نندارتون پرانيستونکو مراسمو ته د پرانيستو همکاريو او مشترک برخليک تر عنوان لاندې يوه وينا وکړه او په خپله وينا کې يې د اقتصاد د نړيوال کېدو د هڅولو په اړه درې وړانديزونه وکړل او د خپل هېواد د ورخلاصون سويې د لا لوړتيا په اړه يې پنځه مهم تدبيرونه اعلان کړل.

د تېرې دورې په نړيوال وارداتي نندارتون کې رئيس شي جين پينګ د خپل هېواد د پياوړتيا په اړه پنځه تدبيرونه اعلان کړي وو او له شانګهای څخه يې درې غوښتنې کړې وې. يو کال وروسته نوموړي نن په خپله وينا کې د اعلان شوو تدبيرونو د پلي کولو حالات نړيوالو ته وروپېژندل او د چين مسئولانه منونکې رويه او له نورو هېوادونو سره د خپلو فرصتونو د شريکولو په برخه کې يې د چين صميميت نور هم په ډاګه کړ.

شي جين پينګ په خپلې نننۍ وينا کې د خپل هېواد د ورخلاصون سويې د لا لوړتيا په اړه پنځه مهم تدبيرونه اعلان کړل او نړۍ ته يې د دغه هېواد د ور زياتې پرانيستې پيغام ورکړ، له شکه پرته چې د دغو تدبيرونو په پلي کېدو سره به بهرنيو سوداګرو او پانګوالو ته په چين کې لاښه سوداګريز چاپيريال برابر شي او د نړيوال اقتصاد د پرانيستي ميکانيزم د جوړولو لپاره به لاښه زمينه برابره شي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای