CRI Online

شي جين پينګ له يو شمېر بهرنيو مشرانو سره يو ځای د چين د دوهم نړيوال وارداتي نندارتون له ځېنو نندارځايونو څخه ليدنې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2019-11-05 18:30:30

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۵مه نېټه په شانګهای کې د چين د دوهم نړيوال وارداتي نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې له ګډون وروسته له يو شمېر بهرنيو مشرانو سره يو ځای د دغه نندارتون له ځېنو نندارځايونو څخه ليدنې وکړې.

شي جين پينګ د اړوندو نندارځايونو پيژندنې په غور واوريدلې، له ځېنو کارکوونکو څخه يې پوښتنې وکړې او مهربانه ډيالوګ يې ورسره وکړ. نوموړي خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې د بېلا بېلو هېوادونو ځانګړتيالرونکي توليدات د سيالۍ ځانګړي قوتونه لري، چين هر کلی کوي چې مختلف هېوادونه په دغه نندارتون کې ګډون وکړي او چينايانو ته د خپل هېواد غوره توليدات وروپيژني چې دا د ښه ژوند د لټولو په برخه کې د چينايانو له نيکو هيلو سره سمون خوري.

همدارنګه شي جين پينګ د نورو هېوادونو له مشرانو سره يو ځای د چين له نندارځي څخه هم ليدنه وکړه او هغه پر دې ټينګار وکړ چې چين غواړي له مختلفو هېوادونو سره خپلې تجربې شريکې کړي او په ګډه له بې وزلۍ پرته د بشريت د ګډ برخليک ټولنې د ابادولو لپاره کوښښ وکړي. ورپسې، چيني او بهرنيو مشرانو د چين د تايوان، مکاو او هانکانګ له نندارځايونو څخه هم ليدنې وکړې.

د مختلفو هېوادونو مشرانو د ياد نندارتون لوړې ستاينې وکړې او هيله يې وښوده چې د دغه نندارتون پر بنسټ له چين سره لا نژدې تجارتي همکارۍ وکړي. دوی د چين پر پرمختګ او د يو کمربند او يوې لارې پر راتلونکې باور لري او هيله لري چې خپل هېواد له چين سره ګډ پرمختګ او سمسورتيا ومومي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای