CRI Online

تبصره: د چين د اقتصاد راتلونکی به لا ښه او روښانه وي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-05 19:09:25

نن ورځ، د چين دوهم نړيوال وارداتي نندارتون په شانګهای کې پرانيستل شو. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دغه نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې يوه وينا وکړه او ويې ويل، ( باور لرم چې د چين د اقتصاد راتلونکی به لا ښه او روښانه وي. ) له دغې خبرې څخه د اقتصاد د دايمي، سالم او ثابت پرمختګ د ساتلو په برخه کې د چين ټينګ هوډ څرګندېږي او دغې خبرې د نړيوال اقتصاد د بياسمسورتيا لپاره قوي خوځنده ځواک برابر کړ، نو د نړۍ بېلا بېلو خواوو دغې خبرې ته مثبت غبرګونونه ښودلي دي.

چين د بازار د لا پراختيا، د ورخلاصي جوړښت د بشپړتيا، د تجارتي چاپيريال د ښه والي، د دوه اړخيزو او څو اړخيزو همکاريو د ژورتيا او د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په شمول د يو لړ مؤثرو عملونو له لارې خپل هغه ټينګ هوډ څرګندوي چې د نړۍ له مختلفو هېوادونو سره ګډ پرمختګ ومومي. د چين ورخلاصون به د بازار، پانګونو، تجارتي زياتوالي او ګډ پرمختګ په برخو کې مختلفو هېوادونو ته زيات فرصتونه برابر کړي او د نړيوال اقتصاد د ورخلاصون د پياوړتيا او د بشريت د ګډ برخليک ټولنې د ابادولو لپاره به خدمتونه وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای