CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او مېرمن په شانګهای کې د فرانسې له ولسمشر امانويل ماکرون او د ده له مېرمنې بريجيټ سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-11-06 10:26:16

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د ده مېرمن پنګ لي يوان د نومبر په پنځمه نېټه د شانګهای ښار په يوو يوان باغ کې د فرانسې له ولسمشر امانويل ماکرون او د ده له مېرمنې بريجيټ سره وکتل.

شي جين پينګ وويل چې د چين شانګهای ته د ولسمشر ماکرون د راتګ هرکلی کوم. شانګهای د چين د ورخلاصون او پرمختګ يوه نمونه ده او ور څخه له مدرنه زمانې راهيسې د چين او نړۍ ترمنځ د اړيکو بدلون ښکاري. هيله لرم چې ولسمشر ماکرون د دې سفر له لارې د چين او شانګهای په باب لازيات معلومات تر لاسه کړي.له خپلې مېرمنې سره مې دلته د ښاغلي ولسمشر او ستا مېرمنې لپاره مېلمستيا جوړه کړې چې موخه يې دا ده چې تاسې به د چين د باغوانۍ ښکلې منظره ووينئ او د چين عنعنوي کلتور احساس کړئ. که څه هم کلتوري بڼې بېلا بېلې دي، خو د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو اړوند احساسات سره ور ته دي او بېلا بېل کلتورونه په ګډه موجود دي. چين او فرانسه د ختيځ او لويديځ تمدن د استازو په توګه بايد يو د بل درناوی وکړي او په دې برخه کې دې د نظريو تبادلې پياوړې کړي تر څو ښکلی کلتورونه په ښه توګه موجود وي.

ماکرون وويل چې د چين د دوهم نړيوال وارداتي نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې د رئيس شي جين پينګ له وينا څخه ژوره خاطره لرم. فرانسه د چين د ورخلاصون د پراخوالي هر کلی کوي، د نړيوالې همکارۍ د پياوړتيا او د پرانيستي نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره هڅې کوي تر څو د متقابلو ګټو پربنسټ ګډ برياليتوبونه تر لاسه کړي.هيله لرم چې د چين دوهم نړيوال وارداتي نندارتون بريالی شي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای