CRI Online

بهرنيو مېلمنو د شي جين پينګ د وينا ستاينه وکړه: د شي جين پينګ وينا د لارښوونې اواز پورته کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-06 10:51:01

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون د عمومي سټېشن د خبر له مخې، د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۵مه نېټه د چين د دويم نړيوال وارداتي نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې د همکارۍ پراخوالي او د ګډ برخليک تر سرليک لاندې يوه وينا وکړه چې په دغه نندارتون کې برخوالو بهرنيو مېلمنو ته ژورې خاطرې پرې ايښې دي. دوی په جلا جلا توګه څرګنده کړه چې د چين نړيوال وارداتي نندارتون د ټولې نړۍ د تصديو په ګټه دی او د چين ستاينه يې وکړه چې تل ورخلاصونکې او زغموونکې رويه غوره کوي او ټوله نړۍ به ورڅخه ګټې واخلي.

د اندونيزيا د سمندر او پانګونې د تنظيمولو وزير لوهوټ پانجيتان وويل چې زه د شي جين پينګ په وينا کې له هغه نظر سره پوره موافقه کوم چې بايد د لاسونو پر تړلو ټينګار شي، خو د لاسونو پريښودل نه دي په کار، بايد د بېلا بېلو خواوو تر منځ ديوالونه ړنګ شي، خو د ديوالونو جوړول نه دي په کار. شي جين پينګ د څو اړخيزم او د ګډو ګټو پر روحيې ټينګار وکړ، خو يو اړخيزم نه دی په کار. له دې څخه څرګنديږي چې رئيس شي جين پينګ عمومي حالاتو ته ګوري او په نړيواله صحنه کې د چين د لارښوونې ځواک ښودنه کوي.

د پاکستان د قيمتي ډبرو سوداګر احمد وويل چې د چين بازار ډېر لوی دی او چين قوي مشري لري او سترې نظريې لري. د پاکستان دومره زياتې تصدۍ په چين کې په دغه نندارتون کې خپل توليدات ښودلی شي. موږ په دې ډېر وياړو.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای