CRI Online

د امريکا ملي کانګرس به د لومړي ځل لپاره د ټرمپ پر ضد د استيضاح په موخه د ګواهۍ اورېدلو علنۍ غونډې جوړې کړي.

cri     (GMT+08:00) 2019-11-07 10:47:12

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا په ملي کانګرس کې د استازيو مجلس د استخباراتي کمېټې مشر ادېم سچيف د نومبر په ۶مه نېټه څرګنده کړه چې د استازيو مجلس استخباراتي کمېټه به د روانې مياشتې په ۱۳مه نېټه د لومړي ځل لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استيضاح لپاره د ګواهۍ اورېدلو علنۍ غونډې جوړې کړي.

نوموړي وويل چې په ۱۳مه نېټه به دوه علنې غونډې تر سره شي او شاهدان په جلا جلا توګه په اوکراين کې د امريکا لنډ مهالي شارژدافير ويلايم تېلر او د اروپا او اسيا چارو په اړه د خارجه وزير سلاکار جارج کېنټ دي. د دې تر څنګ په اوکراين کې د امريکا پخوانۍ سفيره به هم په ۱۵مه نېټه د ګواهي اورېدلو په علنۍ غونډه کې حاضره وي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای