CRI Online

د اويا کلن چيني پرمختګ او د انسانانو د ګډ برخليک د ټولنې په هکله د هونګ چياو د دوهم نړيوال اقتصادي فورم سمينار په شانګهای کې تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2019-11-07 15:23:33

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د اويا کلن چيني پرمختګ او د انسانانو د ګډ برخليک د ټولنې په هکله د چين د هونګ چياو د دوهم نړيوال اقتصادي فورم سمينار د نومبر په شپږمه نېټه په شانګهای کې تر سره شو او ګډونوالو په جلا جلا توګه د عصري ژوند لپاره د څو لارو د لټولو، د چين او د نړۍ د اقتصاد د نړيوال کېدو تاريخي بهير ، اقتصادي او ګډ پرمختګ ، پرانيستې همکارۍ،د بېلا بېلو تمدنونو ترمنځ د تبادلې، ګډو مشورو، ابادۍ او نړيوالې ادارې په باب بحثونه وکړل.

د اسيا د همکاريز ډيالوګ سرمنشي بونديټ ليمسچون وويل چې د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز په وړاندې کېدو سره بېلا بېل تمدونونه نښتلېدلي چې له امله يې نه يوازې د اړوندو هېوادونو سوداګريزه او اقتصادي سمسورتيا رامنځته شوې بلکې په پوهنه او نوښت کې د دغو هېوادونو ترمنځ اړيکې نور هم ټينګې شوې دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای