CRI Online

تبصره: د چين په دويم نړيوال وارداتي نندارتون کې علمي تکنالوژۍ به راتلونکی ځلاند کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-08 18:52:08

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د نومبر په اتمه نېټه ((د چين په دوهم نړيوال وارداتي نندارتون کې علمي تکنالوژۍ به راتلونکی ځلاند کړي )) تبصره خپره کړه.

په دې تبصره کې راغلي چې اوسمهال د علمي تکنالوژۍ او صنايعو اصلاحات په مهمه مرحله کې دي، د نړيوال اقتصاد نوې چارې او نوي خوځنده ځواکونه رامنځته کيږي او د علمي تکنالوژۍ او اقتصاد ترمنځ د پيوستون جريان روان دی. د چين نړيوال وارداتي نندارتون يو ډېر ښه عملي ډګر بلل کيږي. د چين په لومړي نړيوال وارداتي نندارتون کې څه باندې سل پرمختللي توليدات، تخنيکونه او يا خدمتونه په لومړي ځل نندارې ته وړاندې خپاره شول. په دې تبصره کې دې ته اشاره شوې چې د لوړې تکنالوژۍ زيات توليدات د چين په نړيوال وارداتي نندارتون کې راغونډ او نندارې ته وړاندې شوي، ځکه دوی د چين پراخو بازارونو ته توجه ورکړې.

په دې تبصره کې ويل شوي چې د چين په دوهم نړيوال وارداتي نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي توليدات به د نړيوال اقتصادي پرمختګ نوی خوځنده ځواک وګرځي. د دې نندارتون له لارې د همکارۍ نوښت او د تکنالوژۍ شريکول به ټولو کسانو ته لا ښه راتلونکی ورسوي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای