CRI Online

تبصره: د چين له نړيوال وارداتي نندارتون څخه د دغه هېواد د بازارونو جذابيت ښکاري

cri     (GMT+08:00) 2019-11-09 18:05:51

د چين دوهم نړيوال وارداتي نندارتون اوس په شانګهای ښار کې روان دی. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دغه نندارتون پرانيستونکو مراسمو ته په وينا کې نړيوالو ته بلنه ورکړه چې د چين بازارونه ډېر لوی دي، موږ د ټولو هرکلی کوو چې بازارونه مو وګوري. اوسمهال په نړۍ کې د يواړخيزم او تبعيض غوښتونکو نفوذ د پورته کېدو په حال کې دی او نړيواله اقتصادي وده له زياتېدونکو ستونزو سره مخامخ ده. چين يو ميليارډ او څلور سوه ميليونه نفوس لري چې پکې څلور سوه مليونه کسان د منځني عايداتو لرونکي دي، نو بازارونه يې د نړۍ د بېلابېلو تصديو لپاره ډېر مهم او جالب دي.

لومړی، په چين کې ډېره استهلاکي اړتيا ده. چين د څه باندې ۱۲۰ هېوادونو او سيمو لومړی لوی سوداګريز همکار دی. د روان کال په لومړيو دريو ربعو کې چين ته د نورو هېوادونو د ټولو صادراتو ارزښت 10430 ميليارډه ژن مين بي يوانه ښودل شوی دی.اوس مهال چين د خپلې اقتصادي ودې د کيفيت د لوړولو په هڅه کې دی، د يو ميليارډ او څلور سوه ميليونه چينايانو لخوا په استهلاکي موادو کې بدلونونه د رامنځته کېدو په حال کې دي او د عصري تکنالوژۍ توليداتو، ښه کيفيت لرونکو توليداتو او خدمتي توليداتو ته يې استهلاکي اړتياوې مخ په زياتېدو دي. د بېلګې په توګه د روان کال په لومړنيو دريو ربعو کې له نورو هېوادونو څخه چين ته د صادر شوو سينګاري توکو ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪39.9 زيات شوی دی.

په چين کې له لويو بازارونو سر بيره د باربرۍ بشپړ او پرمختللي بنسټيز تاسيسات هم شتون لري چې له لارې يې د نړۍ توليدات او خدمتونه د چين بېلابېلو ځايونو ته ليږدول کيږي او په دې سره د تصديو لګښت کمېدای شي.

برسيره پردې په چين کې په سوداګريز چاپيريال کې هم پرله پسې ښه والی راغلی. د نړيوال بانک لخوا تازه خپور شوی رپوټ ښيي چې د نړۍ د سوداګريز چاپيريال په درجه بندي کې د چين مقام د پخوا په پرتله ۱۵ ځايونه لوړ شوی دی. د روان کال په لومړنيو دريو ربعو کې چين ته د نورو هېوادونو د صادراتو د ګمرکي بهير وخت د ۲۰۱۷ کال په پرتله ٪56.4 کم شوی دی.

د چين حکومت وړاندوينه کړې چې په راتلونکو ۱۵ کلونو کې به دغه هېواد ته د صادرېدونکو توليداتو او خدمتونو ارزښت په جلاجلا توګه له 30000 ميليارډو او 10000 ميليارډو امريکايي ډالرو څخه زيات شي. که د چين بازارونه لاپسې پرانيستي شي، له شک پرته نړۍ ته به زيات سوداګريز فرصتونه او ګټې ورسوي او نړيوالې اقتصادي ودې ته به قوي خوځنده ځواک وروبخښي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای