د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د روسيې خارجه وزير سيرګي لاوروف د نومبر په اتمه نېټه په خپلو خبرو کې وويل چې د ايران د اټومي تړون ساتل د بېلابېلو غاړو له ګټو سره سمون لري.
روسي رسنيو په همدې ورځ د لاوروف په قول خبر ورکړ چې که څه هم امريکا د ټولو لپاره نه د منلو وړ پرېکړه عملي کړې، خو د ايران اټومي تړون لاهم ارزښت لري. ځکه دغه تړون پر ايران د اټومي انرژۍ د نړيوالې ايجنسۍ شکونه لرې او د ايران اړوندې چارې شفافې کولای شي او د دې ترڅنګ د اټومي تخنيکونو د سوله ييزې څېړنې او انکشاف په برخه کې د ايران حقونه هم ساتلی شي. نو د دغه تړون خوندي ساتل د بېلابېلو خواوو له ګټو سره سمون لري.
امريکا څه موده مخکې د ايران له اټومي تړون څخه د وتلو اعلان وکړ او ايران د روان کال له مې څخه د امريکا دغې کړنې ته په غبرګون کې د ايران اټومي تړون د ځينو مادو پلی کول درولي دي.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |