د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، پر ځايي وخت د نومبر د ۱۰مې نېټې په شپه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړې الوتکې د اتن نړيوال هوايي ډګر ته ورسېدې او له دغه هېواد څخه يې پر خپلې رسمي ليدنې پيل وکړ. دا تر ۱۱ کلونو وروسته له يونان څخه د چين د دولت رئيس لومړی ځل رسمي ليدنه ده. د دغه هېواد بېلا بېلې خبري رسنۍ دغې ليدنې ته خورا زياته پاملرنه کوي.
د يونان د کاتيمېريني ورځپاڼې په ۱۰مه نېټه د خپلې لومړۍ پاڼې په سر ليک کې د رئيس شي جين پينګ ليکنه خپره کړه چې عنوان يې و، لرغوني مدني هوښياري ايندې ته رڼا ورکوي. د دې تر څنګ دغې ورځپاڼې او د يونان د اتن خبري اژانس په شمول د دغه هېواد عمده خبري رسنيو ټول په لومړي وخت کې اتن ته د رئيس شي جين پينګ د رسېدو خبرونه خپاره ورکړل او د دوو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د راتلونکو د څو ورځو ترتيباتو معلومات يې وړاندې کړل.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |