د سينهوا اژانس د خبر له مخې د نومبر د لسمې نيټې په مازديګر د ايران د بوشهر د ذروي بټۍ د دوهم پړاو پروژې د سيمنت اچولو مراسم تر سره شول. د دې هېواد د اټومي انرژۍ د نړيوالې اېجنسۍ رئيس صالحي او د روسيې د همکاريز لوري استازي په دغو مراسمو کې ګډون کړی و.
صالحي په خپلو خبرو کې وويل چې ذروي انرژي خوندي او دواملرونکې انرژي ده، نو د ذروي انرژۍ پرمختګ د ايران لپاره مهم دی او د ايران د ځواکونو سرچينه هم ده. نو ځکه دوښمان ځواکونه غواړي چې ايران د ذروي انرژۍ د پرمختګ له حقه حقونو څخه محروم کړي.
صالحي په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې د بوشهر ذروي بټۍ مطلقه امنه ده او تل د نړيوال سازمان تر نظارت لاندې ده. د ايران وسله والو ځواکونو هم تل د دې ذروي بټۍ دخونديتابه لپاره هڅې کړې دي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |