CRI Online

د چين دوهم وارداتي نړيوال نندارتون پای ته ورسېد

cri     (GMT+08:00) 2019-11-11 16:20:57
د چين دوهم وارداتي نړيوال نندارتون پای ته ورسېد

په شانګهای کې د چين دوهم وارداتي نړيوال نندارتون د نومبر په لسمه نېټه په برياليتوب سره پای ته ورسېد. د يوې شمېرنې له مخې، په دغه نندارتون کې د ۷۱ مليارډو يو سلو دېرش مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت ابتدايي تړونونه لاسليک شوي چې دغه رقم د لومړۍ دورې نندارتون په نسبت ۲۳ سلنه زياتوالی ښيي.

د مالوماتو له مخې، په سږني وارداتي نړيوال نندارتون کې ۱۸۱ هېوادونو او سيمو او نړيوالو سازمانونو ګډون کړی و، څه دپاسه ۳۸۰۰ شرکتونو د تصديو په نندارځايونو کې برخه درلوده او دغه نندارتون ته د شيانو اخيستلو لپاره له پنځو لکو نه زيات کورني او بهرني مسلکي سوداګر ورغلي وو. د چين د وارداتي نړيوالې ادارې مرستيال مشر سون چنګ های زموږ له خبريال سره په مرکه کې وويل، د تېر کال د لومړې دورې نندارتون په پرتله، په سږني نندارتون کې سوداګرو لوړه نړيواله او مسلکي سويه درلوده، ويل کېږي چې د چين وارداتي نړيوال نندارتون ګام په ګام د بېلا بېلو صنايعو چارو د نويو توليداتو او تخنيکونو د ښودلو او معاملو لپاره ډېر ښه ډګر ګرځېدلی دی.

((د چين په دوهم وارداتي نړيوال نندارتون کې د ثبت شويو مسلکي پيرونکو شمېر له پنځه لکو څخه زيات و او پکې څه دباندې اوه زره بهرني پيرونکي شامل وو چې دا شمېر د تېر کال د لومړۍ دورې نندارتون په نسبت ډېر زيات دی. د ابتدايي شمېرنې له مخې، په سږني نندارتون کې ۳۹۱ نوي مالونه، تکنالوژۍ او خدمتونه د ګردې نړۍ او د چين د سترې برخې لپاره په لومړي ځل نندارې ته وړاندې شول. برسيره پر دې، د ۷۱ مليارډو يو سلو دېرش مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت ابتدايي تړونونه لاسليک شول چې دغه رقم د لومړۍ دورې نندارتون په نسبت ۲۳ سلنه زياتوالی ښيي. ))

د چک د استازو جرګې مشر راديک وندرکيک وويل، د چين وارداتي نړيوال نندارتون د پرانيستې او نړيوال کېدو اقتصادي شکل د جوړېدو، د ځاني سوداګرۍ د ساتونکې نظريې سره د مقابلې او د نړيوالو همکاريزو اړيکو د ټينګښت لپاره ستر اهميت لري.

(( ځيني هېوادونه د نورو هېوادونو په سوداګرۍ کې خنډونه اچوي، خو چين د پرانيستنې او ورخلاصون په برخو کې خپلې ژمنې پوره کړي او دا د چک لپاره ستر اهميت لري، څرنګه چې د چک په اقتصاد کې صادرات زياته برخه نيسي، موږ په اروپا کې د صنعت کېدو تر ټولو لوړه سويه لرو، نو موږ تل د يوې پرانيستې نړۍ هرکلی کړی. ))

ډېرو بهرنيو شرکتونو په دغه نندارتون کې د ګډون په ترڅ کې د چين د لوی بازار پټ ځواک ولیده او ريښتنې ګټې يې تر لاسه کړې. نو د چين د دغه وارداتي نندارتون په اړه د بهرنيو تصديو باور ډېر پياوړی شوی او په فعاله توګه يې د راتلونکې دورې په وارداتي نندارتون کې د ګډون لپاره نومونه ثبت کړل.

د چين د وارداتو نړيوالې ادارې مرستيال مشر سون چنګ های وويل

((تر اوسه پورې کابو ۲۳۰ تصديو د چين په درېيم وارداتي نړيوال نندارتون کې د ګډون لپاره خپل نومونه ثبت کړي او دا ځل به د نندارځايونو عمومي پراخوالی له ۸۴ زرو مربع مترو څخه زيات وي. په دې جمله کې څه دپاسه اتيا شرکتونه د نړۍ د ۵۰۰ غښتلو تصديو په ليست کې شامل دي او يا د بېلا بېلو صنعتي چارو په برخه کې مخکښ مقامونه لري او د دوی د نندارځايونو پراخوالی به له ۵۰ زرو مربع مترو څخه اوښتی وي ))

د مالوماتو له مخې، په راتلونکي کال کې د چين درېيم وارداتي نړيوال نندارتون کې به د تکنالوژۍ او تجهيزاتو، د مصرف مالونو او ځيرک ژوند، د خوراکي موادو او زراعتي توليداتو، او خدمتونو او روغتيا تر عنوان لاندې ترسره شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای