CRI Online

تبصره: د چين او يونان تر منځ همکارۍ نوی پرمختګ موندلی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-11-12 21:22:41

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر له ۱۰ مې نېټې تر ۱۲ مې نېټې پورې له يونان څخه رسمي ليدنه کوي. شي جين پينګ د دغه سفر په ترڅ کې د يونان له مشرانو سره د دواړو هېوادونو د خپلمنځي سياسي باور د ټينګښت، د خپلمنځي همکارۍ د ژورتيا او د تمدنونو تر منځ د تبادلې پياوړتيا په شمول بېلا بېلو اړوندو مسئلو په هکله تفصيلي خبرې اترې وکړې، دواړو مشرانو د مهمو مسئلو په اړه ورته نظر درلود او دغه سفر زياتې لاسته راوړنې درلودې. خبر وايي داسې دا ښکاري چې د تمدنونو د تبادلې او د ګډو ګټو پر بنسټ ولاړې همکارۍ له لارې د چين او يونان تر منځ هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو نوی پرمختګ موندلی دی، د دواړو هېوادونو خلکو ته د پرمختګ نوي فرصتونه برابر شوي او دا کار به د چين او اورپا تر منځ د اړيکو پرمختګ پياوړی کړي.

چين او يونان په ۲۰۰۶ کال کې د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو له ټينګېدو راهيسې تل ثابت او چټک پرمختګ ساتلی دی. د چين د دوهم نړيوال وارداتي نندارتون د روانې مياشتې په ۱۰ مه نېټه پای ته ورسيد او يونان د عمده مېلمه هېواد په توګه په دغه نندارتون کې ګډون وکړ او د تېرې دورې په پرتله د معاملې ارزښت ۲.۵ چنده زيات شوی. دا تر ۱۱ کلونو وروسته له يونان څخه د چين د دولت د رئيس لومړی ځل رسمي ليدنه ده او د يونان سياسيونو لخوا د دواړو هېوادونو د اړيکو نوی پرمختګ ګڼل کېږي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د يونان له ولسمشر پروکوپيس پاولوپولوس سره د کتنې په ترڅ کې وويل چې هر کله چې چين له يونان سره د نظريو تبادلې کوي، خپلمنځي ژوره دوستي احساسوي. دا د دواړو هېوادونو تر منځ د نږدې او دوستانه اړيکو ښودنه کوي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای