د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د نفوس او پرمختګ د نړيوالې ټولنې د جوړېدو د ۲۵مې کليزې د يادونې سرمشريزه غونډه د نومبر په ۱۲مه نېټه د کنيا په پلازمېنه نايروبي کې پرانيستل شوه. ګډون وال به د ايډز ناروغۍ د وقايې او درملنې، د نجونو د خوندي ساتلو، ولادي او نسايي چارو او د انسانانو د ژر زړېدو په شمول څو موضوعاتو بحث وکړي.
دغه ۳ ورځنۍ سرمشريزه غونډه د کنيا، ډنمارک حکومتونو او د م م د نفوس صندوق لخوا په ګډ کوربتوب جوړه شوې چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راغلو کابو ۷ زره تنو استازيو پکې ګډون کړی دی.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |