CRI Online

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د برازيل له نړيوال مېډيا ګروپ سره ژوره همکاري کوي.

cri     (GMT+08:00) 2019-11-13 10:30:39

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن پر ځايي وخت د نومبر په ۱۱مه نېټه په لاتيني امريکا کې د رسنيو له تر ټولو لوی ګروپ يعنې د برازيل له نړيوال مېډيا ګروپ سره د همکارۍ يادښت لاسليک کړ. دواړه خواوې به د دغه يادښت له مخې د ټلويزيوني سيريال، سپورټ، ساعتېرۍ او 5G تکنالوژۍ د کارولو په شمول برخو کې زياتې همکارۍ وکړي.

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د تبليغاتي څانګې مرستيال او د مرکزي راډيو او ټلويزيون د عمومي سټېشن مشر شن های شيونګ د همکارۍ يادښت د لاسليک په مراسمو کې څرګنده کړه چې رئيس شي جيڼ پينګ به ژر په برازيل کې د برېکس هېوادونو په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي. دا به د چين او برازيل ترمنځ د دوستۍ، اقتصادي او کلتوري همکارۍ د پرمختګ لپاره نوی خوځنده ځواک برابر کړي. موږ هيله لرو چې د برازيل له نړيوال مېډيا ګروپ سره د خبري سرچينو د ګډ شراکت پر بنسټ د پروګرامونو د تبادلې، ګډې جوړونې، 4k، 8k او 5g تکنالوژۍ د کارولو په شمول څو برخو کې ژورې همکارۍ وکړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای