CRI Online

د پاريس دوهم سوله ييز فورم پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2019-11-13 10:52:49

د پاريس دوهم سوله ييز فورم پرانيستل شو

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاريس دوهم سوله ييز فورم د نومبر په دوولسمه نېټه د فرانسې په پلازمينه پاريس کې پرانيستل شو. ګډونوال به د نړيوالې ادارې د بشپړتيا، د څواړخيزم او د بيلوژيکي تنوع ساتنې په شمول د ځينو موضوعاتو په اړه بحثونه وکړي او له نړيوالو ننګونو سره د مقابلې لپاره به يوه نوښتي لايحه ولټوي.

د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون د دغه فورم په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، اوس نړيوال سيستم له بې ساري بحران سره مخ دی. نه يوازې د نړۍ يو شمېر مهمو هېوادونو يواړخيز نظر غوره کړی، بلکې ځيني نړيوال ارګانونه څرګند مقصد نه لري او صلاحيت يې کمزوری شوی دی. د پاريس د سوله ييز فورم له کبله د حکومتي، غيرحکومتي سازمانونو او ټولنيزو موسسو استاز راغونډېږي چې د نفوس، اقليمي بدلون او تخنيک په برخو کې له نويو ننګونو سره مقابله کوي. هغه غوښتنه وکړه چې نړيواله ټولنه بايد خپلمنځي همکاري لا نوره پياوړې کړي او د څواړخيزم ميکانيزم دې وهڅوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای