CRI Online

پر اسرائيل نژدې ۲۰۰ راکټونه ويشتل شوي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-13 14:23:57

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د نومبر په ۱۲مه نېټه د جهاد يو لوړ پوړي قوماندان د اسرائيلي بمبارۍ له امله ووژل شو. نو په همدې ورځ په غزه کې وسله والو ډلو له دې څخه د غچ اخيستلو لپاره پر اسرائيل نژدې ۲۰۰ راکټونه ويشتلي دي.

د اسرائيلي پوځ د همدې ورځې په مازديګر د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړه چې له سهار وختي څخه پر اسرائيل باندې ټولټال څه باندې ۱۹۰ راکټونه له غزې نه توغول شوي چې نيمه برخه يې په تشو ځايونو کې لوېدلي او کابو ۱۰ يې د دفاعي سيستم لخوا مخنيوی شوي دي.

په همدې ورځ له دې امله د اسرائيلو په جنوبي او منځنۍ برخه کې د ښوونځيو دروازې وتړل شوې او د اورګاډيو تګ راتګ هم بند شوی دی. د دې تر څنګ اسرائيلي پوځ سرحدي سيمې ته لا زيات ټانکونه او هاموي موټرونه لېږلي دي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای