CRI Online

د هانکانګ او مکاو تصديو خاوندانو د ګوانګ دونګ ولايت، هانکانګ او مکاو د لويې سيمې د ابادول په باب خپلې نظريې څرګندې کړلې

cri     (GMT+08:00) 2019-11-13 16:45:36

د چين د ګوانګ دونګ ولايت، هانکانګ او مکاو د لويې سيمې د پرمختګ پلان د سږ کال په فبرورۍ مياشت کې په رسمي ډول خپور شو. د ګوانګ دونګ ولايت، هانکانګ او مکاو د لويې سيمې د چينايان لومړۍ غونډه د نومبر په ۱۲ مه نېټه تر سره شوه. په دغه غونډه کې د هانکانګ او مکاو د تصديو خاوندان وايي چې د دې سيمې ابادول هانکانګ او مکاو ته د پرمختګ نوي فرصتونه برابروي.

دوی همدارنګه وويل چې په تېرو څو ورځو کې د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د هانکانګ او مکاو لپاره يو لړ ښې او اغېزمنې تګلارې خپرې کړې او غرض يې دا دی چې د دې سيمې ابادي او برياليتوبونه به خلکو ته ډېرې ګټې ورسوي. ځوانان بايد د خپلو وړتياوو په وسيله د دې سيمې په ابادولو کې تر ډېره ګډون وکړي او له نورو ښارونو سره همکارۍ او پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای