CRI Online

شي جين پينګ د برازيل له ولسمشر جاير بولسونارو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-11-14 09:45:18

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ديارلسمه نېټه د برازيل په پلازمينه برازيليا کې د دې هېواد له ولسمشر بولسونارو سره وکتل او په يو لړ موضوعاتو يې خبرې اترې وکړې.

شي جين پينګ دې ته په اشارې سره وويل چې تېره مياشت ولسمشر بولسونارو له چين څخه رسمي ليدنه وکړه او زمونږ تر لاسه شوې ګډې نظريې اوس د پلي کېدو په حال کې دي .د چين په دوهم نړيوال وارداتي نندارتون کې چې تازه پای ته رسيدلی، د برازيل ګډونوالو تصديو له خوا د لاسليک شويو قرردادونو ارزښت د تېرې دورې په پر تله درې اعشاريه شپږ ځلې زيات شوی او د ليدو وړ لاسته راوړنې لري. چين او برازيل د ځمکې کرې په ختيځ او لويديځ کې د تر ټولو لويو سمسورو بازاري هېوادونو په توګه ډېرې مشترکې ګټې لري.مونږ د برازيل پر راتلونکي پرمختګ او د چين او برازيل ترمنځ پر همکارۍ پوره باور لرو.

بولسونارو وويل چې چين په نړۍ کې يو مهم لوی هېواد دی او د برازيل لومړی سوداګريز همکار هم دی. د برازيل او چين ترمنځ همکارۍ د برازيل د راتلونکي پرمختګ لپاره ورځ تر بلې مهم اهميت پيدا کوي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای