د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د برازيل د ولسمشر د مېرمن ميشېل په بلنه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مېرمن پنګ لي يوان پر ځايي وخت د نومبر د ۱۳مې نېټې په غرمه د برېکس هېوادونو د مشرانو د مېرمنو په اړوندو فعاليتونو کې ګډون وکړ.
پنګ لي يوان او د جنوبي افريقا د ولسمشر مېرمن د مېرمن ميشېل په ملګرتيا د برازيل د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه ليدنه وکړه. پنګ لي يوان له يادو دوو مېرمنو سره خبرې وکړې، عکسونه يې سره واخيستل، په ګډه يې د برازيل د ځوانانو د ارکسترا ډلې په زړه پورې ننداره وکتله او له ځوانو هنرمندانو سره يې د نظريو تبادله وکړه.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |