CRI Online

شي جين پينګ له پوتين سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-11-14 10:50:00
شي جين پينګ له پوتين سره وکتل

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۳مه نېټه د برازيل په پلازمينه برازيليا کې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره وکتل.

له نوموړي سره په خبرو کې شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې سږ کال د چين او روسيې ترمنځ د اړيکو لپاره ډېر مهم دی، دواړو خواوو د خپلمنځي سياسي اړيکو د ټينګېدو د اويايمې کاليزې په مناسب يو لړ فعاليتونه ترسره کړل. د بريکس هېوادونو د مشرانو دغه ځل ملاقات د نړيوال شکل د بدلون او نړيوالې ادارې د اصلاحاتو په کليدي موقع کې ترسره شو. چين او روسيه بايد د بېلا بېلو خواوو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا لپاره ګډ کوښښونه وکړي. چين له روسيې څخه پوره ملاتړ کوي چې په راتلونکي کال کې د بريکس هېوادونو د مشرانو ملاقات او د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمشريزه غونډه جوړه کړي.

پوتين وويل، د روسيې او چين ترمنځ اړيکې ډېرې کلکې او ټينګې دي، روسيه د دواړو خواوو د تجارتي پيمانې او سويې د لوړولو په اړه باور لري او غواړي د صنايعو او کرهڼيزو چارو، هوانوردۍ، انرژۍ او پولي چارو په شمول ځينو برخو کې له چين سره همکارۍ لا نورې ژورې کړي او چين ته به د طبيعي ګازو صادرات زيات کړي. هغه زياته کړه چې دواړه خواوې بايد د انساني کلتور او هنر تبادله نوره هم پياوړې کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای