CRI Online

شي جين پينګ د هند له لومړي وزير نارندرا مودي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-11-14 10:51:53
شي جين پينګ د هند له لومړي وزير نارندرا مودي سره وکتل

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۳مه نېټه د برازيل په پلازمينه برازيليا کې د هند له لومړي وزير نارندرا مودي سره وکتل.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې لنډه موده مخکې مو په مادرس کې په برياليتوب سره کتنه وکړه او د دواړو هېوادونو اړوندې ادارې اوس زموږ موافقې پلې کوي. دواړه خواوې بايد د تجارت او پانګونې پيمانه لا پراخه کړي او د توليدي توان، طبي چارو، مالوماتي تکنالوژۍ او د بنسټيزو تجهيزاتو د جوړونې په شمول ځينو برخو کې لا نورې همکارۍ وکړي. راتلونکی کال د چين او هند د سياسي اړيکو د ټينګېدو له اويايمې کاليزې سره برابر دی، دواړه خواوې به (( د انساني کلتور تبادلوي کال)) په شمول يو لړ فعاليتونه ترسره کړي.

ښاغلي نارندرا مودي وويل، له رئيس شي جين پينګ سره مې په وو هان او مادرس کې دوه ځله ملاقاتونه کړي او خپلمنځي اعتماد او دوستي مو ژوره کړې. اوس زموږ ډېرې ګډې نظريې د تطبيق په حال کې دي. هند د چين دولت او ملت ته مبارکي وايي چې د چين دوهم نړيوال وارداتي نندارتون په برياليتوب سره پای ته رسېدلی. هند هيله لري چې له چين سره تجارت او پانګونې لا پراخې کړي او د انرژۍ په برخه کې خپلمنځي همکاري لا پياوړې کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای