د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون د عمومي سټيشن د خبر له مخې، د چين مرستيال صدراعظم وانګ جي شان د نومبر په يوولسمه نېټه د پاريس په پلازمينه پاريس کې د ايليسي په ماڼۍ کې د فرانسې له ولسمشر ايمانويل ماکرون سره وکتل.
وانګ جي شان وويل، تيره اوونۍ تاسو له چين څخه بريالۍ رسمي ليدنه وکړه. تاسو او د چين د دولت رئيس نژدې تګ راتګ ساتلی او يو لړ ستراتيژيک نړونونه مو لاسليک کړي چې دا د چين او فرانسې تر منځ متقابل سياسي اعتماد او د همکارۍ د هڅونې او له نړيوالو ننګونو سره د مقاومت په ساحه کې د دواړو خواوو ټينګ هوډ څرګندوي.
مکرون وويل، له شي جين پينګ سره زما تبادلې د دواړو هېوادونو تر منځ دوستي ژوره کړې. فرانسه به د پانګونو، تجارت او اقليمي بدلون په ساحو کې له چين سره پر له پسې دوستانه اړيکې ټينګې کړي او په ګډه به څو اړخيزې غوښتنې وساتي، او د لا برابر نړيوال نظم د جوړونې لپاره به خدمتونه وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |