د چين د شمېرنې دولتي ادارې د نومبر په ۱۴مه نېټه يوه شېره خپره کړه چې له مخې يې سږ کال په تېرو لسو مياشتو کې د چين په ښارونو او کليوالو سيمو کې ۱۱ مليونه ۹۳۰ زره کسان نوي استخدام او په کارونو ګومارل شوي چې د استخدام سږنۍ موخه يې تر ټاکلي وخت مخکې بشپړه شوې ده.
د دغې شمېرنې له مخې، د سږ کال په تېرو لسو مياشتو کې د چين خدمتي چارو ثابت پرمختګ موندلی او عصري خدمتي چارې يې د ګړندۍ ودې په حال کې دي. د صنايعو په برخه کې يې د نويو توليداتو او چارو پرمختګ چټک دی، د بازار په خرڅلاو او مصرف کې يې ثابت زياتوالی راغلی او د لوړې تکنالوژۍ او ټولنيزو چارو په برخو کې يې پانګونې ډېرې زياتې شوې دي. په چين کې په تېرو لسو مياشتو کې د لوړې تکنالوژۍ د چارو پانګونې د تېر کال د همدې مودې په پرتله 14.2 سلنه زياتې شوې دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |