CRI Online

د چين د مرکزي راډيو او تېلويزيون عمومي ستېشن رئيس شن های شيونګ: د هانکانګ په اړه د لويديځو رسنيو رپوټونه له حقيقت څخه ډېر لرې دي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-14 20:37:07

د برازيل تر ټولو لويې ورځپاڼې يعنې ((فولحه ډي ساو پولو)) د نومبر په ۱۲ مه نېټه د چين د مرکزي راډيو او تېلويزيون عمومي ستېشن له رئيس ((شن های شيونګ)) سره د خپل ژورناليست ((نيلسون ډي سا)) د شوې مرکې په اړه د نوموړي ژورناليست لخوا ليکل شوې مقالې ته ځای ورکړ چې عنوان يې دی چې (( د چين د مرکزي راډيو او تېلويزيون عمومي ستېشن رئيس شن های شيونګ: د هانکانګ په اړه د لويديځو رسنيو رپوټونه له حقيقت څخه ډېر لرې دي))

په دغه مقاله کې ليکل شوي چې د چين د مرکزي راډيو او تېلويزيون عمومي ستېشن رئيس شن های شيونګ د لويديځو رسنيو رپوټونه رښتيني نه بولي او ويلي يې دي چې د هانکانګ په اړه د دوی رپوټونه له حقيقت څخه ډېر لرې دي. نوموړي وويل چې لويديځې په تېره بيا امريکايي رسنۍ يوازې د واقعيتونو ځينې برخې منعکسوي چې له اصلي واقعيتونو څخه ډېر لرې دي. نوموړي زياته کړه چې ان د دوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د ځينو امريکايي رسنيو په رپوټونو اعتماد نه لري.

ښاغلي شن په هانکانګ کې د مظاهره چيانو ځيني کړنې ترهګري وبلله او بېلګې يې وړاندې کړې چې د تېرې اوونۍ په پای کې يو مظاهره کوونکي پر يو کس تېل وشيندل او اور يې ورواچاوه.

ښاغلي شن های شيونګ په مرکه کې ويلي ، پدې وياړي چې له سينهوا خبري اژانس سره يې ډېر کاله کار کړی و او هغه پدې نظر دی چې د شمالي امريکا ځينې رسنۍ مسلکي نه دي ، ځکه د دوی لخوا حقيقت ته درناوی نه کيږي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای