CRI Online

شي جين پينګ د جنوبي افريقا له ولسمشر ماتاميلا سيريل رامافوسا سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-11-15 09:45:23

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۴مه نېټه برازيليا کې د جنوبي افريقا له ولسمشر ماتاميلا سيريل رامافوسا سره وکتل.

شي جين پينګ خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې چين او جنوبي افريقا د عمده پرمختيايي هېوادونو او نويو رامنځته شويو بازاري اقتصادي ټولنو په توګه د اقتصاد د پرمختګ، د خلکو ژوند د ښه والي، د څو اړخيزې غوښتنې د ساتنې، له يو اړخيزې غوښتنې او ځواوونکو کړو وړو سره د مخالفت دندې پر غاړه لري. چين غواړي چې له جنوبي افريقا سره يو ځای د دواړو هېوادونو تر منځ د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ساتنې او پرمختګ لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

رامافوسا د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۰ مې کليزې په پار چيني ملت ته مبارکي وويله. هغه وويل، جنوبي افريقا د چين د کمونېست ګوند په مشرۍ د چينايانو لخوا د تر لاسه شويو انکشافي برياليتوبونو لوړه ستاينه کوي، د چين د پرمختګ ټينګ ملاتړ کوي، د چين پر ضد له ځوروونکو کړنو او د چيني شرکتونو وړاندې له نا برابرو تدبيرونو سره مخالفت کوي او د خپل ملي حاکميت او عادلانه ګټو د ساتنې لپاره د چين د کوښښونو ملاتړ کوي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای