د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو دايمي غړي او صدر اعظم لي که چيانګ د نومبر په ۱۴مه نېټه د جيانګ شي ولايت په نان چانګ ښار کې د ځينو ولايتونو د اقتصادي حالت او د خلکو بنسټيز ژوند د تامينولو په اړه د يوې غونډې مشري وکړه.
صدر اعظم لي که چيانګ په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې د روان کال له پيل راهيسې د چين اقتصاد په خورا پېچلي چاپېريال کې عمومي ثبات موندلی او لا تر اوسه د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره خپل خدمتونه برابروي. خو د هېواد په ځينو سيمو کې د صنعتي چارو او پانګونې په شمول د اقتصادي انډولونو د زياتېدو سرعت ډېر ورو شوی او د پرمختګ خوځنده ځواک هم کمزوری شوی دی. دغه راز د دغو سيمو پر حکومتونو باندې د مالي برابرۍ او د خلکو ژوند د تامين فشارونه هم ډېر زيات شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې موږ بايد د اقتصادي چارو ثابت پرمختګ د ساتلو لپاره اړوندې تګلارې په ډېره اغېزمنه توګه پلې کړو، د پرمختګ خوځنده ځواک د موندلو لپاره دې کوښښونه وکړو او تر خپلې وسې پورې دې د خلکو بنسټيز ژوند تامين کړو تر څو اقتصادي پرمختګ او د خلکو ژوند ښه والی سره يو ځای روان شي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |