CRI Online

شي جين پينګ د بريکس هېوادونو د مشرانو په يوولسمه ليدنه کې مهمه وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-11-15 10:24:10

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بريکس هېوادونو د مشرانو يوولسمه ليدنه د نومبر په ۱۴مه نېټه د برازيل د ولسمشر جاير بولسو نارو په مشرۍ د دې هېواد په پلازمينه برازيليا کې تر سره شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين، د هند صدراعظم نارندرا مودي او د جنوبي افريقا ولسمشر ماتاميلا سيريل رامافوسا په دې ليدنه کې ګډون کړی و. يادو پنځو مشرانو اقتصادي پرمختګ او نوښتي راتلونکې جوړوي تر سرليک لاندې د بريکس هېوادونو تر منځ د همکارۍ او د ګډ علاقې وړ او سترو نړيوالو مسئلو په باب د نظريو ژوره تبادله وکړه.

په دغې ليدنې کې رئيس شي جين پينګ د نوې همکاريزې زمانې لپاره د يو لاس کېدو په عنوان مهمه وينا وکړه او پر دې يې ټينګار وکړ چې بريکس هېوادونه دې د څو اړخيزې غوښتنې د عملي کولو، د سوله ييز، ثابت او امن چاپيريال د جوړونې، د اصلاحاتو او نوښتونو لپاره د نويو فرصتونو د نيولو، د بريکس هېوادونو تر منځ د نوي صنعتي انقلاب د همکاريزو اړيکو د ژورتيا، يو له بل څخه د زده کړې او د کولتوري تګ راتګ د پراخېدو او پياوړتيا لپاره خپلې دندې پر غاړه واخلي. لومړی، يو سوله ييز او ثابت چاپيريال بايد جوړ شي، دوهم، يوه خلاصه او نوښت لرونکې اينده بايد جوړه شي، درېيم، يو له بل څخه د زده کړې لپاره کولتوري تګ راتګ بايد وهڅول شي.

د دې ليدنې په پای کې د بريکس هېوادونو د مشرانو د يوولسمې ليدنې د برازيليا اعلاميه خپره شوه. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای