CRI Online

شي جين پينګ: د زورزياتي کړو وړو مخنيوی او ارام نظام اعاده کول د هانکانګ بېړنۍ دنده ده

cri     (GMT+08:00) 2019-11-15 11:39:30
شي جين پينګ: د زورزياتي کړو وړو مخنيوی او ارام نظام اعاده کول د هانکانګ بېړنۍ دنده ده

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۴مه نېټه د برازيل په پلازمينه برازيليا کې د بريکس هېوادونو د مشرانو په ۱۱م ملاقات کې د ګډون په وخت کې د هانکانګ وضعيت په اړه د چين د مرکزي حکومت جدي دريځ څرګند کړ.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې له يوې مودې راهيسې په هانکانګ کې د زورزياتي کړو وړو له امله ټولنيز نظام سخت خراب شوی دی، نو د زورزياتي کړو وړو مخنيوی او ارام نظام اعاده کول د هانکانګ اوسنۍ بېړنۍ دنده ده. موږ به په دوامداره توګه له دې څخه کلک ملاتړ وکړو چې د هانکانګ د ځانګړې ادارې سيمې اجراييه رئيس د قانون له مخې تګلارې پلې کړي، هانکانګي پوليس په جدي توګه قانون پلی کړي او د هانکانګ عدلي ارګانونه د قانون له مخې مجرمينو ته سزا ورکړي. د چين حکومت د خپل هېواد د حاکميت، امنيت او د پرمختګ د ګټو ساتلو، په يو هېواد کې د دواړو سياسي نظامونو د پلي کولو او د هانکانګ په چارو کې د بهرنيو هېوادونو له لاسوهنې سره د مخالفت کلکه اراده لري. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای