د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د نومبر په ۱۳مه نېټه د برازيل په پلازمينه برازيليا کې د دغه هېواد له دولتي ميډيا شرکت سره همکاريز تړون لاسليک کړ چې له مخې به يې دواړه خواوې د مالوماتو د شريکولو، د خپرونو د ګډې جوړونې، د کسانو تبادلې او د نوې ميډيا د 5G تکنالوژۍ په شمول ځينو برخو کې هراړخيزه همکاري وکړي.
د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کميسيون د اطلاعاتو او نشراتو څانګې مرستيال مشر او د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن مشر شن های شيونګ او د برازيل د دولتي ميډيا شرکت له مشر لويز ګوميس سره ياد همکاريز تړون لاسليک کړ. د برازيل د ملکي او ټولنيزو چارو وزير اوسمار تيرا او په برازيل کې د چين مطبوعاتي اتاشه هو مين د دغه همکاريز تړون د لاسليک په مراسمو کې ګډون کړی و. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |