CRI Online

کارې لام د هانکانګ د عدليې څانګې پر مشرې شوی بريد سخت وغانده

cri     (GMT+08:00) 2019-11-15 11:26:53
کارې لام د هانکانګ د عدليې څانګې پر مشرې شوی بريد سخت وغانده

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د هانکانګ د ځانګړې ادارې سيمې د اجراييه رئيس دفتر د نومبر په ۱۵مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دې سخته غندنه وکړه چې د دغې سيمې د عدليې څانګې مشرې تريسا چنګ د نومبر په ۱۴مه نېټه په لندن کې د بريد له امله ټپې شوی ده. د هانکانګ اجراييه رئيسې کارې لام دغه پېښه په سختو ټکو وغندله.

نوموړې دې ته اشاره وکړه چې د بريدګرو کړه وړه د ټولنې له زغم څخه وتلي او بايد تر سختې غندنې لاندې راوړل شي. هغې هيله وښودله چې د لندن ځايي پوليس په فعاله توګه د دغې پېښې پلټنه وکړي او مجرمين د قانون منګولو ته وسپاري. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای