CRI Online

چيني استازی: نړيواله ټولنه بايد په لا زياتو کوښښونو سره د سوريې بشري حالاتو ته واقعي ښه والی راوړي.

cri     (GMT+08:00) 2019-11-15 14:40:19

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون د عمومي سټېشن د خبر له مخې، د م م د امنيت شورا پر ځايي وخت د نومبر په ۱۴مه نېټه د سوريې د بشري مسئلې په اړه يوه علنۍ غونډه جوړه کړه. په م م کې د چين دايمي استازي جانګ جون دغې غونډې ته په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې په سوريه کې بشري مسئله دې په عمومي او جامعو لارو چارو حل شي.

سفير جانګ جون د خپلې وينا په ترڅ کې د چيني حکومت څو نظريې بيان کړې: لومړی، د سوريې ملي حاکميت، خپلواکۍ، يووالي او د خاورو بشپړتيا ته دې واقعي درناوی وشي او و دې ساتل شي. دوهم، بشري مرستې دې زياتې شي، پر سوريې اقتصادي بنديزونه دې لغوه شي، کډوال او بې کوره کسان دې ژر خپل ټاټوبي ته بېرته راستانه او د بيا رغونې په برخه کې دې له سوري حکومت څخه ملاتړ وشي. درېيم، ترهګرۍ ضد اوسنۍ ټولې لاسته راوړنې دې ټينګې شي، د امنيت شورا د اړوندو پرېکړه ليکونو او نړيوالو قوانينو سره سم دې په واحد معيار سره له هر ډول ترهګرۍ سره مبارزه وشي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای