د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د ملي کمېټې وياند منګ وې د نومبر په ۱۵ مه نېټه په خپلو خبرو کې وويل چې چين د روان کال د اکتوبر تر پايه پورې له ۱۳۷ اړوندو هېوادونو او څه باندې ۳۰ نړيوالو سازمانونو سره د يو کمربند او يوې لارې ۱۹۷ همکاريز تړونونه لاسليک کړي چې پکې هم پرمختيايي او هم پرمختللي هېوادونه شامل دي. دغه راز د چين او اروپا ترمنځ نږدې ۲۰۰۰۰اورګاډو تګ راتګ پيل کړی دی. د روان کال له جنورۍ څخه تر سپتمبر پورې د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه له پرتو هېوادونو سره د چين د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت کابو ۹۵۰ ميليارډو امريکايي ډالره ښودل شوی دی.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |