د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د نومبر په ۱۵ مه نېټه په بېجينګ کې د دغه وزارت په يوه مطبوعاتي غونډه کې خبر ورکړ چې د دغه هېواد صدراعظم لي که چيانګ به د نومبر په ۲۱ مه نېټه په بېجينګ کې د نړيوال بانک، د پيسو د نړيوال صندوق ، د سوداګرۍ د نړيوال سازمان، د کارګرو د نړيوال سازمان، د اقتصادي همکاريو او پرمختګ د سازمان او د پولي ثبات د شورا له مسئولينو سره يوځای د ګرد مېز په څلورم ديالوګ کې ګډون وکړي او د نړيوالې اقتصادي ودې او اړوندو تګلارو ، د چين د ورخلاصون او نړيوالې اقتصادي ادارې په شمول به د يو لړ موضوعاتو په اړه د نظريو تبادلې وکړي.
وياند ګنګ شوانګ زياته کړه چې چين دې ته تمه لري چې په ياد ديالوګ کې به له بېلابېلو خواوو سره د ګډې علاقې وړ موضوعاتوپه اړه نظرونه شريک کړي او په ګډه هغه پيغام ورکړي چې له څو اړخيزم څخه به ټينګ ملاتړ وکړي او د نړيوالې اقتصادي ادارې د بشپړتيا، او د نړيوالې اقتصادي ودې د هڅولو لپاره به پرله پسې هڅې وکړي.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |