CRI Online

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي:په شينجيانګ کې د چين د حکومت له خوا پلې شوې تګلاره د چين له مشخصاتو سره سمون لري

cri     (GMT+08:00) 2019-12-04 15:52:08

د افغانستان پخواني ولسمشر چې د ۲۰۱۹ کال لپاره د چين د سترې چينې په نړيوال فورم کې يې ګډون کړی، د دسمبر په درېيمه نېټه په بېجينګ کې له خبري رسنيو سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې په شينجيانګ کې د چين د حکومت له خوا پلې شوې تګلاره د چين له مشخصاتو سره برابره او سمون لري په تېره بيا د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د چين تجربې د افغانستان لپاره د زده کړې وړ دي.

هغه وويل چې پخوا مې له شينجيانګ څخه ليدنه کړې ده او هلته مې ستر بدلونونه ،پرمختګونه ، سمسورتياوې او د دې سيمې د بېلا بېلو قومي وګړو نيکمرغه ژوند ليدلی دی. نو په دې سيمه کې د چين د حکومت له خوا پلې شوې تګلاره د چين له مشخصاتو سره برابره او سمون لري. د دې ترڅنګ افغانستان له چين څخه په تېره بيا د بې وزلۍ له منځه وړلو له برخې څخه د تجربو زده کړه کولی شي تر څو له اقتصادي ستونزو څخه ځان وژغوري.

د شينجيانګ د اويغور د کورواکې سيمې د جوړېدو له ۶۴ کلونو راهيسې اقتصادي اندازه يې اتيا ځلې زياته او لړوه شوي ده او له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې په دې سيمه کې دوه مليونه درې لکه څوارلس زره او اووه سوه تنه له بې وزلۍ څخه وتلي دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای