CRI Online

لاريون کوونکو د فرانسې په ټول هېواد کې اعتصاب کړی چې په سلګونو تنه سروزي يې ونيول شول

cri     (GMT+08:00) 2019-12-06 14:29:26

د سين هوااژانس د خبر له مخې، قهرجنو لاريون کوونکو د فرانسې په ټول هېواد کې پر اعتصاب لاس پورې کړی او ترافيک تقريباً په پوره توګه بند شوي دي. مظاهرچيانو له پوليسو سره نښتې وکړې او پوليسو په سلګونو تنو سرزورو د نيولو اعلان وکړ.

د فرانسې د کورنيو چارو وزارت د شميرنې له مخې، په همدې ورځ د فرانسې په څه باندې اوياوو ښارونو کې د حکومت د تقاعد د ميکانيزم د اصلاحاتو پر ضد مظاهرې رامنځته شوې چې څه دپاسه اته لکه تنه په کې ګډون لري. د فرانسې د کارګرو عمومي ټولنې اړوند چارواکي وويل چې د مظاهرچيانو شمېر يو مليون پنځه لکه تنو ته ورسيد.

د فرانسې د خبري رسنيو د خبر له مخې، د عام ترافيک، انرژۍ، ښوونې او درملنې په شمول ساحو کې کسانو په دغه اعتصاب کې برخمن دي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای